د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خیبر ایجنسۍ کې ۴۱ زره ماشومان سکولونو کې داخل شوي'


په خيبر قبايلي سيمه کې د تعليم محکمې چارواکي وايي چې ۴۱ زره ماشومان یې په سکولونو کې داخل کړي دي.

د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته د تعليم محکمې مشر جدون خان وزير وويل چې په یاده قبايلي سیمه کې وسله والو پر ۱۴۰ سکولونو بريدونه کړي وو چې پکې ۶۴ په مکمله او نور په جزوي توګه ویجاړ شوي وو.

نوموړي زیاتوي چې په دغو سکولونو کې د نړيوالو ادارو په مرسته ۱۷ سکولونه مکمل جوړ شوي دي او پر نورو کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG