د لاسرسي ځای

تازه خبر

داوړ: پاکستان کې د خبريالانو امنيت ته پام نه کېږي


PAKISTAN -- Pakistani journalists protest to condemn an attack on their colleague, Ahmed Noorani, in photo, in Karachi, October 30, 2017
PAKISTAN -- Pakistani journalists protest to condemn an attack on their colleague, Ahmed Noorani, in photo, in Karachi, October 30, 2017

د خبريالانو د ژغورنې نړيوالې کمېټې د پنجشنبې پر ورځ په خپل کلني راپور کې ويلي چې د روان ۲۰۱۷م کال له پېله بيا د ډيسمبر تر ۱۵مې نېټې لږ تر لږه ۴۲ خبريالان د کار پر مهال وژل شوي او د ۲۰ نورو د وژنو پلټنې کوي. بلخوا پاريس مېشتې بې پولې خبريالانو سازمان د سې شنبې پر ورځ په خپل کلني راپور کې دا شمېره زياته ښودلې او ويلي يېوه چې د روان کاله له پېله بيا د ډيسمبر تر لومړۍ نېټې ۶۵ خبريالان او له رسنيو سره تړلې کسان وژل شوي دي. دواړه سازمانونه وايي چې د وژلو دا شمېره د تېر کال پرتله ټيټه ده ځکه چې تېر کال شاوخوا ۷۰ خبريالان وژل شوي ول.

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي چې په شام کې تر ټولو ډېر ۱۲، مېکسيکو کې ۱۱، افغانستان کې نهه، عراق کې اته او پاکستان کې لږ تر لږه يو خبريال وژل شوی دی. پر دې سربېره ۳۲۶ خبريالان بنديان شوي، ۵۴ له وسله والو ډلو سره يرغمل شوي او دوه لا هم تری تم دي.

پاکستان کې خبريالان د امنيتي ادارو او وسله والو تر ګواښ او څار لاندې دي

پاکستان هم د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه ده چېرې چې په ۲۰۱۷م کال کې يو شمېر خبريالان ځورول شوي، تری تم کړل شوي او بنديان شوي دي. په راپور کې ويل شوي چې په دې هېواد کې خبريالان د امنيتي ادارو او وسله والو تر ګواښ او څار لاندې دي.

د قبايلي خبريالانو د اتحاديې ځای ناستی مشر احسان داوړ وايي چې په تېرو څو کلونو کې د فاټا تر ۱۰ زيات خبريالان وژل شوي دي خو حکومت بيا هم د دوی د ژغورنې يا امنيت لپاره ګامونه نه دې پورته کړي.

خبريالان تښتول شوي او بې کوره کړل شوي دي خو د حکومت لخوا د دوي د امنيت لپاره پلان نه شته

نوموړی زياتوي، خبريالان تښتول شوي او بې کوره کړل شوي دي خو د حکومت لخوا د خبريالانو د امنيت لپاره نه پلان نشته او نه هم دوی په دې څه غرض لري چې قبايلي خبريالانو ته څه امنيتي ستونزې دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان د پاکستان څانګې مشر اقبال خټک وايي چې د قبايلي سيمو په شمول د پاکستان يوه سيمه هم د خبريالانو لپاره خوندې نه ده.

نوموړی زياتوي چې سږ کال له خېبر اېجنسۍ څخه پنځه خبريالان تری تم کړل شوي او له سخت کړاو سره مخامخ کړل شوي ول.

((که په بلوچستان کې وګورې، يا په کراچي يا سند کې وګورې، يا همدغه شان که په پنجاب کې وګورې نو يوه سيمه هم داسې نه ښکاري چېرته چې ژورنالستان په ارام او بې فکره کار کوي.))

بلخوا په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو په راتګ سره خبريالانو او ليکوالانو ته ورپېښ ګواښونه نور هم زيات شوی دي. پر ټولنيزو رسنيو د خپروونکو موادو پر سر هم يوشمېر ځورول شوي يا تری تم کړل شوي دي.

خو اقبال خټک زياتوي چې دوی د خبريالانو د ستونزو هوارولو لپاره کار کوي او د هغوی د خونديتوب او مرستې لپاره يې عملي اقدامات کړي دي.

خبريالانو ته د ورپېښو امنيتي ستونزو په اړه مې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو له وزيرې مريم اورنګزېب سره څو ځلې د تماس نيولو هڅه وکړه خو له هغې لورې ځواب رانکړل شو. خو له دې وړاندې حکومتي چارواکو ويلي ول چې هغوی د خبريالانو د ژغورنې لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG