د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادر بلوڅ: د فاټا پر معامله نورې سلا مشورې کوو


د زیارت/پنجشنبې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ په غونډه کې یو وارې بیا د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې نه کړل شو. د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ وینا وه چې پر دې معامله د سلا مشورو لپاره نور وخت ورته پکار دی.

د قامي اسمبلۍ غونډه کې ښاغلي بلوڅ دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې د قبایلو ځېنو مشرانو د فاټا سپریم کونسل په نوم یو جرګې د شورو په ورځ له وزیر اعظم شاهد خان عباسي او د جمعیت علمای اسلام ف ډلې له مشر مولانا فضل رحمان سره لیدلي چې پکې پر دې معامله د لا نورو مشورو په کولو سلا شوې ده.

کله چې د قامي اسمبلۍ غونډې د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې نه کړل شو نو د مخالفو ګوندونو غړیو له اسمبلۍ په خپګان کې ووتل او ویل یې چې ترڅو بل په ایجنډه کې نه وي شامل کړل شوی تر هغو به د اسمبلۍ غونډې ته نه ورځي. د اپوزیشن تر احتجاج وروسته د پارلېماني غړیو د کمۍ له وجې غونډه تر ناڅرګندې مودې وځنډول شوه.

په دې موقه د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادربلوڅ وینا وه چې د دوی حکومت فاټا اصلاحاتو عمل پیل کړې او هم دوی به يې سر ته رسوي خو دوی ته لږ وخت پکار دی او قبایلو ته به ډېر ژر د نورو پاکستانیانو غوندې حقونه ورکړل شي.

د نوموړي په وینا حیران پر دې خبره دی، یو داسې څیز چې د کوم ملکیت د دوی د حکومت دی او بل هم دوی راوړې او هم دوی يې غواړي چې دا بل منظور شي او په دې کې د حکومت ګټه ده.

د نوموړي په خبره، اویا کاله پس دوی داسې یوه مسله راپورته کړه چې خلکو هېره کړې وه او له قبایلو سره ظلم روان دی. نو دا بل به په هر حال کې وړاندې کېږي خو د دې لپاره لږ نور وخت د مشورې لپاره پکار دی.

په پېښور کې د سیاسي او قانوني چارو تجزیه کار وکیل نور عالم مشال راډیو ته وویل ''حکومت نه غواړي چې فاټا اصلاحات وکړي که صوبه جوړوي نو بیا ورته پنجاب کې مسلې جوړېږي ځکه چې هلته له وړاندې د جلا صوبو تحریک پیل دی او که په خېبر پښتونخوا يې ورګډوي نو د دې صوبې قوت سېوا کېږي نو

هم دا وجه ده چې دا مسله له ځنډ سره مخامخ ده ګنې دا په ساده اکثریت او یو ایګزېکټو حکم باندې حل کېدای شي.''

نوموړي زیاته کړه ''د دې طریقه کار دا وي چې صدر فاټا په صوبه کې ضم کول غواړي لکه څنګه چې ملاکنډ- دیر په صوبه کې شامل شوي او هغې ته پاټا ویل کېږي نو لومړی به له قبایلو اېف سي ار قانون له منځه وړي او هلته قانون غځوي او دا د صدر په واک کې دي. نو اوس سیاست والو له دې مسلې څخه د کالاباغ ډېم مسله جوړه کړې ده او دا لانجمنوي او زیان یې یواځې قبایلو ته رسي.''

د اپوزېشن ګوندونو تېره ورځ هم د یاد بل نه وړاندې کېدو پرضد احتجاج کړی وو.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه د ملک ګوندونه او د قبایلي سیمو خپل مشران پر دوو ډلو وېشلي دي.

یوه غاړه وايي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي او بله غاړه بیا غوښتنه کوي چې تر هر ډول بدلون وړاندې باید د قبایلي سیمو له ولس څخه تپوس وشي.

XS
SM
MD
LG