د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات: ولې ژمنې کېږي او ماتېږي؟


سربېره پر دې چې د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې قبايلي سيمو ته د سپريم او های کورټ واک غځولو قانون به دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه ته وړاندې کړي خو داسې و نه شو.

له دې وروسته د فاټا د پارلېمان ځېنو غړيو او اپوزيشن ګوندونو د اسمبلۍ له غونډې بايکاټ وکړ.

د تېرې جمعې په ورځ د رياستي چارو او سرحداتو وزير جنرال عبدالقادر بلوڅ په خبرې غونډه کې د قانون په اسمبلۍ کې د منظورۍ لپاره د وړاندې کولو اعلان کړی وو.

د فاټا اصلاحاتي رپورټ عملي کولو په اړه حکومت څو ځله ژمنې کړي خو بيا پوره نه کړای شي.

اخر ولې حکومت ژمنې کوي او بيا يې نه پوره کوي؟

دا او تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي.

په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استازی حاجي شاه جي ګل اپرېدی او د پېپلز ګوند يو مشر اخوندزاده چټان د بحث ميلمانه دي.

فاټا اصلاحات: ژمنې کېږي او ماتېږي خو ولې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:20 0:00

XS
SM
MD
LG