په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرل پوهان معین مرستیال وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې له پاکستان سره تجارت بیرته زیات کړي.
پوهان معین مرستیال دا خبره د چارشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په یو مرکه کې وکړه.
هغه وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت کچه د ترهګرۍ له کبله راټیټه شوې ده.
د پاکستان او افغانستان تجاران وايي،له کله چې پاکستان پر تورخم او بولدک لارو د تګ راتګ شرایط سخت کړي دي، د دوی پر تجارت پراخ اغېز شوی دی.
پاکستان وايي، دا کار یې د وسله والو د تګ راتګ مخنیوي لپاره کړی دی.