د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین په ختیځ کې حالات مخ پر خرابېدو دي


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدریکا موغېریني خبرداری ورکړی دی چې د اوکراین په ختیځو سیمو کې بشري مرستې او امنیتي حالات مخ پر خرابېدو دي.

دا په اوکراین کې هغه سیمې دي چې روس پلوه بېلتونپال پکې له ۲۰۱۴م کاله راهسې د اوکراین د ځواکونو پرضد جګړه کوي.

فیدریکا موغېریني دا خبره په چارشنبه له هغه یوه ورځ وروسته د ویاندې په خوله په یو بیان کې کړې ده چې چې د اوکراین د شخړې لپاره د امریکا ځانګړې استازي کرت وولکر هم ورته اندېښنه ښودلې وه.

هغه ویلي وو چې هلته د شخړې له پیله تر اوسه روان ۲۰۱۷م کال تر ټولونو خونړی وو.

د اوکراین په لوهانڅک او دونیڅک سیمو کې د دې شخړې په ترڅ کې تر اوسه تر ۱۰ زره درې سوه زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG