د افغانستان دفاع وزارت وايي، هلته د جرمني د نویو عسکرو ورلېږل ډېر مهم او اړین دي.
دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري چارشبنې پر ماښام له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړې.
هغه وویل، دوی تمه لري چې دغه سرتېري د افغان ځواکونو د روزني او ملاتړ په برخه کې له ډېر دقته کار واخلي.
د جرمني د دفاع وزیرې اورزلا فن درلاین د دوشنبې په ورځ د افغانستان په مزار شریف کې وویل چې هېواد یې افغانستان ته نور عسکر لېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل بیا د چارشنبې په ورځ کابل ته په خپل ناڅاپي سفر کې وویل چې افغانستان ته د خپلو نورو سرتېرو د استولو په حق کې دی.
جرمني اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰ سرتیري لري.