د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: 'پر ګورنر محمد خان اڅکزي ممکنه برید ناکام، ځانوژونکي ګرفتار'


د بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر سرفراز بګټي په چارشنبه په کوته کې یوه خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې پولیسو اوستخباراتي ادارو د صوبې پر ګورنر محمد خان اڅکزې د ځانمرګي برید هڅه شنډه کړې او دوه وسله وال کسان حامد بیشر او منور احمد یې نیولي دی. د نوموړي په خبره یو پکې د پنجاب صوبې او بل د ګلستان اوسېدونکی دی.

بګټی وايي د منور دنده دا وه چې کله ګورنر صاحب ګلستان ته تللی وای نو د هغه د رسېدو اطلاع به یې د پنجاب اوسېدونکي حامد بشیر ته ورکوله نو هغه به بیا د ځانمرګي برید انتظام کولو.

د کورنيو چارو وزیر دا هم وویل چې پر ګورنر باندي د برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی وو او له هغه ځایه به ځانمرګی بریدګر د چمن له لارې و ګلستان ته تلی. خو د امنیتي ادارو له خوا پر وخت د عملیاتو په نتیجه کې نه یوازې دغه هڅه ناکامه شوه بلکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي ورور او د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي په ډول یو سیاسي مدبر د دغه ډول ممکنه ناوړې پېښې څخه وژغورل شو.

د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر سرفراز بګټي زیاته کړه چې د تېر اتوار په ورځ په کوټه کې پر کلیسا د ځانمرګي برید په ترڅ کې د پلټني کار روان دی او تمه یې وښودله چې ډېر ژر به په هغه پېښه کې د ککړو کسانو په نیولو کې بریالي شي.

کوټه: پر کلیسا برید کې وژل شوي خاورو ته وسپارل شو

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG