د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه پر بیت‌ المقدس بېړنۍ غونډه کوي


د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ به نن د چارشنبې پر ورځ د عربو او نورو اسلامي هېوادونو په غوښتنه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په حېث د پېژندلو پر موضوع يوه غېر عادي بېړنۍ او ځانګړې غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور ويلي چې د ۱۹۳ غړيو هېوادونو اسمبلۍ به نن پر هغه قرارداد رايې وکاروي چې له ټرمپ څخه د خپلې پرېکړې بېرته اخيستو غږ شوی.

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د دوشنبې په ورځ همدا ډول يو قرارداد امريکا ويټو کړ.

منصور ويلي هيله من دی چې د قرارداد په حق کې به پراخ ملاتړ تر لاسه کړي.

که څه هم دا رايې قانوني قوت نه لري خو سياسي وزن يې زيات دی. په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هېلي پر خپلې ټويټر پاڼې خبرداری ورکړی چې امريکا به هغه هېوادونه ياد ساتي چې د هغې په وينا پر بېت المقدس د امريکايي ولس د خوښې پر ضد رايې وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG