د ډېره اسماعيل خان کلاچي تحصيل په لوني سيمه کې د سه شنبې په ورځ د يوې پوستې سره نزدې په ځمکه کې ښخ بم چاودېدلی چې پکې درې پوځي سرتېري ژوبل شوي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوځيانو يو ګاډی د پوستې سره نزدې تېرېدلو.
ځايي پوليسو هم د دې پېښې پخلی کړی دی