د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ پوځي مشرتابه سېنېټ ته څلور ګنټې بریفینګ ورکړ


 جنرل قمر جاوېد باجوه
جنرل قمر جاوېد باجوه

نن د پاکستان سېنېټ غونډې ته د هېواد ملي پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او اعلا پوځي افسرانو تر نېږدې څلورو ګنټو پورې پر ملکي او سیمه ایز حالاتو څرګندونې [بریفنګ] وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وویل چې سېنېټ غونډې ته د پوځ مشر د ملکي امنيت په اړه معلومات شريک کړل.

د نوموړي په وینا داسې پوښتنه نه وه چې له هغه و نه وشوه.

عثمان کاکړ: د پوځ مشر یې ځکه سېنېټ ته غوښتی، خارجه پالیسي چلوي

دا غونډه چې تر څلورو ګنټو پورې جاري وه، پکې د سوال و جواب برخه هم وه.

هم په دې اړه د پاکستان پېپلز ګونډ سېنېټرې سحر کامران مشال ريډيو ته وویل چې په غونډه کې د پاکستان خارجه پاليسۍ په اړه هم خبرې وشوي. پر دې مهال د پوځ مشرتابه وویل چې په کومه پاليسۍ سياسي حکومت عمل درآمد کوي، پوځې مشرتابه له هغې سره خپلځان تړلی بولي.

''د سېنېټ لپاره نن يوه تاریخي ورځ وه چې د پوځ اعلا چارواکي سېنېټ ته راغلل، پاکستان ملټري اپرېشنز ډایرېکټر ملک ته دننه او بهر ورپېښو چېلنجونو په اړه بريفینګ ورکړو، همدا شان د سېنېټرانو لخوا هم پوښتنې وشوې چې دا وخت پاکستان ته کومې امنيتي خطرې رامخې ته دي او څنګه موږ ته د هغې مخنيوی کول پکار دي. له دې علاوه په نېشنل اېکشن پلان او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو چې کومې معاملې روانې دي پر هغو هم خبرې وشوې.''

د پاکستان ملټري اپريشنز ډایرېکټر او د پاکستان د استخباراتي ادارو مشرانو هم په دې غونډه کې ګډون وکړو.

د بندې کمرې دا غونډ په سېنېټ کې د اپوزيشن مشر راجه ظفر الحق په يو تحريک رابلل شوې وه چې مقصد يې د سيمې بدلېدونکي حالاتوته په کتو د پاکستان پاليسي تګلاره ښکاره کول دي.

XS
SM
MD
LG