د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: د پوځ مشر یې ځکه سېنېټ ته غوښتی، خارجه پالیسي چلوي


عثمان کاکړ: د پوځ مشر یې ځکه سېنېټ ته غوښتی، خارجه پالیسي چلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ وايي، د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د اېوان بالا د غړیو په غوښتنه سېنېټ ته حاضرېږي. نوموړي د مشال راډيو له همکار داود خټک سره په خبرو کې وویل چې سېنېټ له دفاع وزارته او د پاکستان له پوځه غوښتنه کړې وه چې له ګاونډيو هېوادونو لکه افغانستان، ایران او هند سره پر اړیکو، په خلیج کې پر روانو حالاتو دوی ته بریفینګ ورکړل شي. عثمان کاکړ وايي، د پوځ مشر یې ځکه غوښتی چې د پاکستان خارجه پالیسي د پوځ په لاس کې ده، د بهرنیو هېوادونو په سفرونو دوی ځي. د سېنېټ سیکټریټ لخوا مشال راډیو ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوې چې جنرال قمر باجوه به د امنیتي صورتحال، د سیمې پر حالاتو او غیر ملکي سفرونو په اړه سېنېټ ته خبرې کوي. ځینو رسنیو ویلي، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د پوځ یو مشر به د سېنېټ غونډې ته وینا کوي. بلخوا نن د پاکستان قامي اسبملۍ او سېنېټ غونډې هم کېږي.

XS
SM
MD
LG