د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعيت اسلامي: عطا نور به د بلخ ولايت څوکۍ نه پرېږدي


عطا محمد نور د وينا پر مهال
عطا محمد نور د وينا پر مهال

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي د عطا محمد نور د استعفا منظوري یو اړخیزه ده او د حکومت پر دې پرېکړې سربېره به ښاغلی نور د بلخ د ولایت څوکۍ نه پرېږدي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح فطرت نن دا خبرې مشال راډیو ته وکړې او ویې ویل چې د ورځې په اوږدو کې به د ګوند رسمي دریځ په دې تړاو اعلان شي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني پرون په یونان کې د افغانستان سفارت پرانیست خو اروپا ته یې سفر د دې لپاره په نیمه کې پرېښود چې په خبره یې په کابل کې د وروستیو تحولاتو په سبب هېواد ته ستنیږي. ولسمشرۍ ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د بلخ والي عطامحمد نور استعفا ولسمشر منلې او پر ځای یې انجینیر محمد داود د بلخ نوی والي ټاکلی دی. اخوا د بلخ لرې کړل شوي والي عطا نور پرون ماښام د بلخ له ملي تلویزیونه په خپرېدونکې وینا کې وویل چې د ولایت څوکۍ نه پریږدي او که فشارونه پرې زیات شي نو نورې چارې به ولټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG