د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ مشر په لومړي وار سېنېټ ته مخامخېږي


د سېنېټ سيکرټيريټ لخوا جاري شوي بيان تر مخه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه به د نهې په ورځ د سېنېټ کمېټۍ ته وړاندې کېږي او د ملکې امنيتي هلو ځلو په اړه به د سېنېټ غړي په اعتماد کې اخلي.

قمر جاويد باجوه به د ۱۹ ډیسېمبرد سهار پر لسو بجو ټول ايوان ته بهرنیو هېوادونو ته د خپلو دورو او د سيمې بدلېدونکيو حالاتو په تناظر کې د پاکستان لپاره د موجوده قامي سلامتيا پر صورتحال د سېنېټ له کمېټۍ سره خپل معلومات شريکوي.

تاسو ولیدل چې په ملک کې له تېرو درو څلورو کالو راهیسې دا احتجاجونه دهرنې روانې وې، د هغې له وجې پر پارلېمان حمله وشوه، بيا په عام ولس او مطبوعاتو کې دا خبرې رامخې ته کېږي چې پوځ د ځينو سياسي ګوندونو کومک کوي.
عثمان کاکړ

د بيان مطابق د پاکستان پوځي عملیاتو مشر مېجر جنرل ساحر شمشاد به هم له باجوه سره د سېنېټ په غونډه کې ګډون کوي.

د بندې کمرې دا غونډ په سېنېټ کې د اپوزيشن مشر راجه ظفر الحق په يو تحريک رابلل شوې ده چې موخه یې يې د سيمې بدلېدونکيو حالاتو او د امريکا د کرادار په تناظر کې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ښکاره کول دي.

په سېنېټ کې د متحده قامي موومنټ غړي بېریسټر سيف مشال راډيو ته د غونډې په اړه وویل:

(په ملک کې چې د امنيت او د امنيتي وضعې کوم صورتحال رامخې ته دی او بيا په فاټا کې او نورو ځايونو کې چې د ترهګرۍ پرضد کوم پوځي عمليات روان دي د هغې په اړه او په کوټه کې چې کومه حمله وشوه او داسې نورې پېښي نو د دې په اړه په سېنېټکې د غړیو لخوا وخت پر وخت دا قسمه پوښتنې کېږي نو د دې په تناظر کې به سبا د پوځ مشر بريفنګ ورکوي.)

عثمان کاکړ: سېنېټ ځکه د پوځ مشر غوښتی، خارجه پالیسي چلوي

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال رېډيو ته وویل چې د بهرنيو دورو او امنيت تر څنګ د کورنیو چارو په اړه به ترې هم پوښتنې کېږي.

(تاسو ولیدل چې په ملک کې له تېرو درو څلورو کالو راهیسې دا احتجاجونه دهرنې روانې وې، د هغې له وجې پر پارلېمان حمله وشوه، بيا په عام ولس او مطبوعاتو کې دا خبرې رامخې ته کېږي چې پوځ د ځينو سياسي ګوندونو کومک کوي. بيا پکې دا خبرې هم دي چې درې کاله به د ټيکنوکرېټس حکومت وي. له دې علاوه دا چې حکومت په دې مجبوري کوي چې په ملک کې تر وخت مخکې انتخابات وشي، هم دا شان د فيض اباد دهرنې په اړه به پوښتنې ترې کېږي.)

ياده دې وي چې پر ۱۵ ډیسېمبر د سېنېټ په غونډه کې د سېنېټ غړیو په دې خبره هم اندېښنې ښکاره کړې وې چې د سعودې عرب په مشرۍ جوړ شوی د ۴۱ اسلامي ملکونو پوځي اتحاد ضابطه کار دوی ته نه دی ښکاره کړل شوی او نه حکومت په دې معامله پارلېمان په اعتماد کې اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG