د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیت المقدس ته د مایک پېنس د سفر پر وخت د مظاهرو غږ شوی


د فلسطینۍ ادارې د مشر محمود عباس فتح ګوند بیت المقدس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر د سفر په غبرګون د ((قهرجنو)) مظاهرو غږ کړی دی.

ټاکل شوې چې مایک پېنس د ډېسېمبر پر ۲۰مه بیت المقدس ته ورشي.

د شنبې یا خالي پر ورځ د احتجاجونو غږ پر داسې مهال شوی دی چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر شپږمه بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه ونوماوه او ویې ویل امریکايي سفارت به هلته انتقال کړي.

د چارو پوهانو په وینا، د سفارت انتقال ښايي څو کاله وخت ونیسي.

د عربي او اسلامي نړۍ تر څنګ د امریکا ملګرو هم پر دې پرېکړې انتقاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړې د ردولو لپاره د یوه پرېکړه لیک پر مسودې غور کوي.

د قرارداد د منظورۍ لپاره نهه رایې یا ووټونه په کار دي خو که منظور شي نو کېدای شي امریکايي ویټو کړي.

د بیت المقدس ښار حیثیت د فلسطین او اسراییل په شخړه کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG