د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیت المقدس ته د امریکا مرستیال ولسمشر سفر په غبرګون د مظاهرو غږ


د امریکايي ولسمشر تر اعلان وروسته په سیمه کې لویې مظاهرې شوې دي
د امریکايي ولسمشر تر اعلان وروسته په سیمه کې لویې مظاهرې شوې دي

پراګ - د فلسطینۍ ادارې د مشر محمود عباس فتح ګوند بیت المقدس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر د سفر په غبرګون د ((قهرجنو)) مظاهرو غږ کړی دی.

ټاکل شوې چې مایک پېنس د ډېسېمبر پر ۲۰مه بیت المقدس ته ورشي.

د شنبې یا خالي پر ورځ د احتجاجونو غږ پر داسې مهال شوی دی چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر شپږمه بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه ونوماوه او ویې ویل امریکايي سفارت به هلته انتقال کړي.

د چارو پوهانو په وینا، د سفارت انتقال ښايي څو کاله وخت ونیسي.

د عربي او اسلامي نړۍ تر څنګ د امریکا ملګرو هم پر دې پرېکړې انتقاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړې د ردولو لپاره د یوه پرېکړه لیک پر مسودې غور کوي.

د قرارداد د منظورۍ لپاره نهه رایې یا ووټونه په کار دي خو که منظور شي نو کېدای شي امریکايي ویټو کړي.

د بیت المقدس ښار حیثیت د فلسطین او اسراییل په شخړه کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

بیت المقدس د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو ټولو لپاره یو شان سپېڅلی دی.

د ډېسېمبر پر شپږمه د ټرمپ تر اعلان وروسته په غربي څنډه او د غزې په تړانګه کې یو شمېر مظاهرې او له امنیتي ځواکونو سره د نښتو پېښې شوې دي چې پکې ګڼ کسان ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG