د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېنټاګان جګړه کې د افغان ځواکونو بریاوې ستایلې دي


د امریکا د دفاع وزارت د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو د بریا ستاینه کړې او پر طالبانو یې ټینګار کړی چې له کابل سره د خبرو له لارې سوله وکړي.

د دفاع وزارت روانه اوونۍ کانګرس ته د تېرو شپږو میاشتو د فعالیتونو په اړه په یوه رپورټ کې پر طالبانو غږ کړی چې د افغان حکومت قانوني حیثیت ومني. دا رپورټ تر هغې وروسته خپور شوی چې د اګست پر ۲۱مه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه. پېنټاګان وايي، دا رپورټ یې د ډېسېمبر پر ۱۵مه کانګرس ته ورکړی چې پکې راغلي، افغان ځواکونو د نورو وختونو پرتله، په جګړه کې زیاتې کامیابۍ تر لاسه کړې دي. دا رپورټ د جون له لومړۍ څخه د نومبر تر ۳۰مې د افغانستان د جګړې حال بیانوي. په دې موده کې وسله وال طالبان نه دي توانېدلي چې د ولایتونو مرکزونه وګواښي او یا مهمې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. رپورټ زیاتوي، افغان ځواکونو په شپږو میاشتو کې یو شمېر سیمې هم نیولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG