د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.


د ننګرهار ولايت چارواکي دعوه کوي چې په خوږیاڼیو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې نهه داعش وسله وال وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په خوږیاڼیو کې د داعش اووه وسله وال وژل شوي او پینځه ژوبل دي. ده وویل، په عملیاتو کې د خوږیاڼیو د وزیرو سیمې اته کلي له وسله والو پاک شوي. دی زیاتوي، د هسکې مېنې په لنګري کنډو کې په هوايي برید کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG