د لاسرسي ځای

تازه خبر

وليد خان ژوندی وو خو ډاکټرانو د مړو په قطار کې کېښود


وليد خان شپږ مرمۍ پر مخ وېشتل شوی وو، ژامې، غاښونه او د پوزې هډونه يې الوتي وو او يوه ګولۍ يې په پښه کې لګېدلې وه.

د پېښور پوځي روغتون ته په داسې حال کې رسول شوی وو چې د ژوند ډېوه يې په مړه کېدو وه.

د روغتون د مړو اېښودو کوټه کې ځای نه وو او د پېښور ارمي پبلک سکول وژل شوي ماشومان په برانډه کې په قطار کې اېښودل شوي وو چې ورباندې سپين کفنونه خواره وو.

وليد خان داوخت په برتانيه کې علاج کوي او هلته زدکړې هم ترلاسه کوي.
وليد خان داوخت په برتانيه کې علاج کوي او هلته زدکړې هم ترلاسه کوي.

د مړو او زخميانو د راوړلو سلسله لا هم روانه وه. ډاکټران دومره بوخت وو چې ورسره د مړي او زخمي په منځ کې د فيصلې وخت بېخي کم وو.

په روغتون کې منډې ترنډې وې، د مېندو او پلرونو ژړاګاني وې، شور وو او بېړنۍ حالت.

په هم دغسې حال کې وليد خان روغتون ته ورسول شو او چې کله يې ډاکټرانو حالت وليد نو له معاينې پرته يې هغه د مړو په قطار کې کېښودی.

وليد خان په بدن مړ ښکارېدی خو دننه ژوندی وو. هغه ته احساس وشو چې که يې ډاکټرانو ژر تر ژره علاج و نه کړ نو په څو شېبو کې به مړ شي.

ډاکټرانو له معاينې پرته وليد خان د مړو په قطار کې کېښود خو هغه په بدن مړ ښکارېدو خو دننه ژوندی وو.

هغه د غږ کولو هڅه وکړه خو اواز نه را ووت، بيا يې د ځان خوځولو کوشش وکړ نو بدن يې مرسته و نه کړه.
اوس يوازینۍ لاره په زوره زوره د ساه اخيستو پاته شوې وه.
کله چې هغه په زوره زوره ساه واخيسته نو ناڅاپه د يوې نرسې نظر ورباندې پرېووت، هغې ډاکټر ته وويل چې هغه ماشوم خو لا هم ژوندی دی.

د هغه ساه اخيستنې او د نرسې نظر د وليد ژوند و ژغورلی. له علاج پيلېدو سره سم وليد بېهوشه شو او تر اته ورځو پورې بېهوشه پروت وو.

خو هلته بيا د ده کورنۍ تر کړاوه تېرېدله. هغو ټول مړي او زخميان یو په يو وکتل خو وليد يې پکې و نه موند.

د وليد ټول مخ ډاکټرانو په پټۍ کې تړلی وو خو د شپې پر لس نيمې بجې پلار هغه و پېږندلی.

د پېږندنې نښه يې هغه بنيان وو چې پلار دوه ورځې مخکې وليد ته ورکړی وو. خو بيا هم تر يوې اوونۍ پورې يې کورنۍ شک درلود چې ښايې دا وليد نه وي خو چې کله هغه په هوش کې راغلی نو ډاکټر ته يې په اشاره وويل چې زه وليد یم.

وليد وايي، د ۲۰۱۴ د دسمبر پر ۱۶ مه نېټه سهار د پېښور ارمي پبلک سکول په تالار يا هال کې ټول زدکوونکي راغونډ شوي ول چې وسله والو تړلې دروازې ماتې کړې او ور ننوتل.

وليد خان تر يوې اوونۍ پورې بېهوشه وو.
وليد خان تر يوې اوونۍ پورې بېهوشه وو.

لومړۍ ډزې يې په وليد وکړې او بيا يې په نور زدکوونکو د ډزو ناتار پيل کړ.

وليد وايي چې وسله والو په پښتو ژبه خبرې کولې او يو بل ته به يې ويل " اول غټ سري پر سر ولئ"

کله چې وسله والو زياتره ماشومان و وېشتل او له تالاره د سکول صحن ته ووتل نو وليد هم له تالاره د وتلو هڅه وکړه خو ورته احساس وشو چې پښه يې ورسره ملګرتيا نه کوي.

دی وايي ، "پر مېزونو او څوکيو مې لاسونه ونيول، ورو ورو له ديواله سره روان تر پوړيو ورسېدم، په لاره کې مې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه خو هغوي په خپل غم او وير اخته وو نو هېڅ مرسته يې و نه کړه".

وليد خان سترګي په زوره پرانستې ساتلې وې چې هسې نه پټې شي او ژغورنکې يې په مړو حساب هم هلته پرېنږدي.

وليد چې پر لومړۍ پوړۍ قدم کېښود نو لاندې را پرېووت او تښتېدونکي کسان به پر ده ختل او له سکوله به وتل.

وروسته يې حوصله و بايلله او يو دېواله ته يې ډډه و وهله. خو سترګي يې په زوره پرانستې ساتلې وې چې هسې نه پټې شي او ژغورنکې يې په مړو حساب هم هلته پرېنږدي.
د ځان په هوش کې د ساتلو لپاره به هغه خپله زخمي پښه په سوکونه وهله چې د دړد په احساس سره ځان په هوش کې وساتي. وروسته ژغورونکو راغلل او وليد يې پوځي روغتون ته يو وړ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG