د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان په باب د امریکا اندېښنې د ترهګرۍ خطر په تړاو وې'


د پاکستان خارجه وزارت وايي چې د امریکا خارجه وزیر د پاکستان راتلونکي حکومت په اړه د اندېښنې څرګندونه د سیمې او د ترهګرۍ د خطر په تړاو کې کړې ده.

د امریکا خارجه وزیر رېکس ټیلرسن د چارشنبې په ورځ د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف سره د ملاقات پس د اسلام اباد راتلونکې حکومت په اړه د خپلې اندېښنې څرګندونه کړې وه او ویلي وو چې امریکا، په پاکستان کې پیاوړی حکومت غواړي.

د زیارت په ورځ دې لړ کې د اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا وینا وه.

،،د امریکا خارجه وزیر دا خبره د سیمې حالاتو او سیمې ته د ترهګرې د ګواښ مناسبت سره کړې ده او تاسو ته مالومه ده چې دا خطر له کوم ځایې دی او دا خطر د افغانستان د هاغه سیمو نه دې چې کومو کې د حکومت عملداري نه شته. د هغوي د ټولې پالیسۍ مرکز افغانستان دې او هاغه دا ویلي هم دی چې دافغانستان پر حالاتو مو توجو ده او په دې تړاو کې موږ له د پاکستان کردار مهم دی.،،

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د خپل هم منصب په بلنه د واشنګټن په دوره دی.

د سیمه ایزه او دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي چې امریکا راتلونکې حکومت په اړه اندېښنه لري خو تر انتخاباتو مخکې څه ویل مشکله دی.

،،هغوی دا غواړي داسې یو حکومت وي چې هغه خپله موده پوره کړي، ورسره د پارلیمان اکثریت وي. که کمزور حکومت وي نو ظاهره ده چې هغه قوتونه چې پاکستان کمزوري کول غواړي نو هغه به زیات مضبوط شي خو که حکومت سره یو ښه اکثریت وي او د پوځ او سول اړیکې ښې دي او پر یو بل یې باور وي او د ملک معاشي حالت ښه کړي او نورو ملکونو سره اړیکې ښه کړي نو دا به ښه وي. خو بلخوا که تاسو وګورې چې کمزورې حکومتونه په دې څیزونو کې مخ په وړاندې د تلو نه ډډه کوي.،،

د امریکا خارجه وزیر رېکس ټیلرسن دا هم ویلي و موږ سره موقع ده چې اړیکې مضبوطې کړو او دواړه هیوادونه به د دوه اړخیز په مختلفو شعبو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG