د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریکس ټېلرسن: پاکستان دې د ترهګرو پرضد پرېکنده ګامونه واخلي


ریکس ټېلرسن
ریکس ټېلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې پر خپله خاوره د ترهګرو پرضد پریکنده ګام پورته کړي.

ریکس ټېلرسن په افغانستان کې روانو حالاتو ته په اشاره ویلي ، د سیمې په قراري کې پاکستان مهم کردار لري.

ریکس ټېلرسن دا خبره د چارشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه په وینا کې کړې ده.

نوموړي ویلي تر څو چې په افغانستان کې روغه جوړه نه وي شوې امریکا به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي.

د ریکس ټېلرسن په وینا ، د بشپړې ستراتیژۍ عملي کول وخت غواړي او د افغانستان لانجه د سیمې ګواښونو تو په پام سره هواریداې شي.

بل خوا د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس هم د چارشنبې په ورځ پر ټیلیفون له یو بل سره خبرې کړې دي.

د وزیراعظم هاوس له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ، مایک پینس ته ویلي امریکا چې ورسره هر ډول استخباراتي مالومات شریک کړي او د عمل وړ وي نو پاکستان به يې عملي کوي.

خبرپاڼه لیکي چې مایک پینس په سیمه کې د قراري لپاره د دواړو هیوادونو اړیکې مهمې بللې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د خرابۍ لوی لامل دا ګڼل کېږي چې د افغانستان په وینا ، پاکستان په افغانستان کې له جنګېدونکو وسله والو طالبانو سره مرستې کوي او هغوی ته پټنځایونه ورکوي خو پاکستان دا خبره نه مني.

د پاکستان حکومت او پوځ هم ورته تور پورې کوي او وايي چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ازغن تار له خورولو سره به له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو اوښتو مخه ونیول شي.

د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړي چارواکي نعمان زکریا د چارشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته د سفر پر وخت وویل پر پوله به امنیتي پوستې جوړوي او داسې به ټوله پوله د دوي تر څار لاندې شي.

پاکستان وايي ، دوی غواړي چې پر نیزدې دوه زره پینځه سوه کلومیټره اوږد پوله ازغن تار خور کړي او کندې جوړې کړي.

خو افغانستان وايي دا کار به د دواړو خواو کورنۍ سره بیلې کړي او د ترهګرۍ ضدمبارزه کې به هم مرسته ونکړي.

XS
SM
MD
LG