د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي پوهېږي چې د چا په خوښه سزا ورکول کېږي


د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو ورستو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، د بیا-کتنې پر درخواست چې څنګه فیصله راغله نو په هغې کې د عدالت لپاره یو پيغام وو چې نواز شريف دې هرو مرو سزاکړل شي. نوموړی وویل دی پوهېږي چې ده ته د چا په خوښه سزا ورکول کېږي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو ورستو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، د بیا-کتنې پر درخواست چې څنګه فیصله راغله نو په هغې کې د عدالت لپاره یو پيغام وو چې نوازشريف دې هرو مرو سزاکړل شي. نوموړی وویل دی پوهېږي چې ده ته د چا په خوښه سزا ورکول کېږي.

د نومبر په اتمه (۸) نوازشريف او د هغه په کورنۍ تر ګرم ګرځېدو [فرد جرم لګولو] ورستو نن د شورو پر ورځ په احتساب عدالت کې اورېدنه وشوه چې پکې نوازشريف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن رېټايرډ صفدر موجود وو.

تر اورېدنې ورستو د احتساب عدالت له ودانۍ بهر له مطبوعاتو سره په خبرو کې نواز شريف وويل چې څو ورځې وړاندې د بیا-کتنې (نظر ثاني) پر اپيل چې کومه فیصله راغله نو هغه یوه فیصله نه بلکې د احتساب عدالت لپاره یو پيغام وو چې نوازشريف په هر قيمت سزا کول دی.

د اورېدنې پر مهال نوازشريف له عدالته غوښتي چې د ده مېرمن کلثوم نواز یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله لندن ته تلل غواړي نو تر شلم (۲۰) نومبره دې تر ېوې اونۍ پورې ورته له عدالتي کاروايۍ استثنا ورکړل شي.

احتساب عدالت د نوازشريف په خواست نوموړي ته د ېوې اونۍ لپاره استثنا ورکړه او بله اورېدنه یې د نومبر تر ۲۲ نېټۍ وځنډوله.

په نوازشريف د فرد جرم لګولو ورستو نن لومړي اورېدنه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د اورېدنې ورستو د احتساب عدالت ودانۍ نه باهر مطبوعاتو سره خبرو کې نواز شريف وويل چې څو ورځې وړاندې د بیا-کتنې (نظر ثاني) پر اپيل چې کومه فیصله راغله نو هغه یوه فیصله نه بلکې د احتساب عدالت لپاره یو پيغام وو چې نوازشريف په هر قيمت سزا کول دی که تاسو وګورئ نو په دغه فيصله کې چې کوم ټکي استعمال کړل شوي وو نو هغه داسې وو لکه چې زموږ سياسي مخالفين يې زموږ لپاره کاروي او زه تاسو ته دا وایم چې دا سزا موږ ته قاضي (جج) نه راکوي بلکې د یو بلچا په وينا راکول کېږي.

د نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو په موقعه د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي ول او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک او ښځینهپوليس اهلکار هم موجود وو.

د ذکر ده چې احتساب عدالت تر هغه وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پیل کړې چې سږ کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوی پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

د سپټمبر په اتمه (۸) نېب د نواز شریف او د هغه د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې (۳) درخواستونه جمع کړل.

د اسلام اباد احتساب عدالت د نېب په درخواستونو لومړۍ اورېدنه د سپتمبر پر ديارلسمه (۱۳) نيټه وکړه او شريف کورنۍ غړي يې په نولسم (۱۹) سپتمبر عدالت ته راوبلل خو په ياده نېټه نوازشريف او یا د هغه د کورنۍ لخوا څوک هم عدالت ته وړاندې نه شول چې وروسته یې عدالت اوردېنه تر شپږويشم (۲۶) سپتمبره پورې وځنډوله او په ياده نېټه نوازشريف په لومړي ځل احتساب عدالت ته وړاندې شو.

دا وخت د شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې لومړۍ د لندن ايون فيلډ جایيداد، دوهمه سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او درېمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه دي.

XS
SM
MD
LG