د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن: پاکستان ترهګرو ته د خوندې پټنځايونو اجازه ورکړې


رېکس ټيلرسن
رېکس ټيلرسن

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو نفوز زيات شوی دی ځکه دغه هېواد هغوی ته د خوندې پټنځايونو لرلو اجازه ورکړې ده.

رېکس ټيلرسن دا خبره د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د اټلانټک کونسل کوريا فاونډېشن فورم په نامه څېړنيزې ادارې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې امريکا غواړي له پاکستان سره د هغوي له هېواد څخه د ترهگرۍ په ختمولو کې مرسته وکړي خو پاکستان ته پکار ده چې د حقاني شبکې او نورو ترهگرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

نوموړي دا خبرې پر داسې مهال کړي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د دې هېواد لپاره د ۷۰۰ بیلیونه ډالره مالیت دفاعي پالیسۍ قانوني مسوده لاس لیک کړه چې په دې کې هغه ۷۰۰ مليونه ډالره هم شامل دي چې امريکا به يې پاکستان ته د کواليشن سپورټ فنډ يا پوځي همکارۍ په بدل کې ورکوي. خو د دغو پيسو نيمايي لا تر دې دمه ايسارې کړل شوي او هغه وخت به ورکول کېږي چې د امريکا دفاع وزير د دې تصديق وکړي چې پاکستان د حقاني شبکې په ضد د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډونلډ ټرمپ
ډونلډ ټرمپ

دا چې په دا وروستيو کې د امريکا لخوا پر پاکستان د فشار لامل څه دی؟ په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی بريګيډيېر سعد محمد خان د دې لامل په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اوږدمهاله پاتې کېدل يادوي.

امريکا پلان لري چې د خپل پوځ يوه برخه د اوږد مهال لپاره ځای پر ځای کړي

نوموړی زياتوي امريکا پلان لري چې د خپل پوځ يوه برخه په مستقله توګه يا د اوږد مهال لپاره، ۱۰ يا ۱۵ کاله ځای پر ځای کړي. هغه زياتوي، له همدې کبله امريکا پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په ضد مقاومت يا خو له منځه يوسي يا يې دومره کمزوری کړي چې د امريکا او افغانستان لپاره ستونزې جوړې نه کړای شي.

امريکا او افغان حکومت له اوږدې مودې راهيسې پر پاکستان دا تور پورې کوي چې حقاني شبکې ته يې پر خپله خاوره ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي. ځينې شنونکي د دواړو هېوادونو تر منځ د ترينګلتيا لوی لامل همدا په ګوته کوي.

'واشنګټن به افغانستان ترهګرو ته پرې نه ږدي’

خو دا چې ولي دا ډلې د امريکا او افغانستان لپاره سرخوږی جوړ کړی او امريکا ولي په وار وار له پاکستانه د دې ډلې پر ضد د عملياتو غوښتنه کوي؟ بريګيډيېر سعد وايي:

حقاني شبکه په مرکز کابل او شاوخوا ولايتونو کې بريدونه کوي ځکه چې د دې ستراتيژيک اغيز زيات وي او په افغانستان کې دننه او بهر نړۍ کې دغو بريدونو ته د سړي پام ور اوړي.

د نوموړي په خبره په اطرافو يا نورو ولايتونو کې بريدونه زيات ستراتيژيک ارزښت يا اغېز نه لري.

کابل کې د ۲۰۱۷م کال د نومبر ۱۶مې بريد يو انځور
کابل کې د ۲۰۱۷م کال د نومبر ۱۶مې بريد يو انځور

که څه هم پاکستان په وار وار ويلي چې پوځ يې بې له څه ډول توپيره د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عمليات کړي دي او بلخوا د دوی په وينا حقاني شبکه دمګړی د پاکستان پر خاوره وجود نه لري. خو په اسلام اباد کې د عوامي نېشنل ګوند له اړخه د پاکستان پخوانی سېنېټر او د سياسي چارو کارپوه افراسياب خټک د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان کړنلارې ته د شک په سترګه ګوي.

ماته نه ښکاري چې پاکستان به په دا نږدې وختونو کې له خپلې کړنلارې لاس واخلي

نوموړی وايي:

زه باور نه کوم چې پاکستان خپل سياست بدل کړی دی يا يې بدلوي او دا هم نه پوهېږم چې امريکايان به څه کوي، خو ماته نه ښکاري چې پاکستان به دا نږدې وختونو کې له خپلې کړنلارې لاس واخلي.

رېکس ټيلرسن پر داسې وخت د پاکستان په اړه بيان ورکړی چې په دا وروستيو کې د دواړو هېوادونو ولسي او پوځي مشرانو له يو بل سره ليده کاته وکړل او د ترهګرۍ پر ضد يې ګډ هوډ څرګند کړ.

XS
SM
MD
LG