د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند محمد فېصل نن په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل تر اوسه معلومه نه ده چې آيا په خپله خاوره مېشت رجسټرډ افغان کډولو د اوسېدو موده به وغځوي او کنه. دا موده د روانې دسمبر مياشتې تر يو دېرشمې نېټې پورې ده.
فېصل زياته کړه چې په دې لړ کې پر ټولو لارو چارو غور کوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې دې کډوالو ته به نوي کارډونه ورکړي کنه.
د کډوالو نړيواله ادارې IOM د دسمبر په دولسم تاريخ يوه خبرپاڼه کې وويل چې د روان کال له پېل څخه تر اوسه پورې ۹۶۸۰۷ (شپږ نوي زره اته سوه اوه) غيررجسټرډ افغان کډوال له پاکستانه خپله هېواد ته یا په خپله خوښه او يا هم په زور ستانه شوي دي.