د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په يوه مياشت کې ۶۷۰۰ روهنګيا مسلمانان وژل شوي"


له شپږو لکو ډېر روهنګيا خلک بنګله دېش ته کډه شوي
له شپږو لکو ډېر روهنګيا خلک بنګله دېش ته کډه شوي

د روغتيا لپاره کارکوونکې، بې سرحده ډاکترانو نړيواله اداره (MSF) وايي چې د تېر اګست له ۲۵ څخه د سپتمبر تر ۲۵ پورې په برما يا ميانمار کې د تشدد له وجې لږ تر لږه ۶۷۰۰ روهنګيا مسلمانان وژل شوي وو.په دوی کې ۷۳۰ ماشومان وو.

د دسمبر په دولسم تاريخ يوه خبرپاڼه کې ايم، ایس، ايف وويل چې د يوې اندازې ترمخه په برما کې ټول نهه زره روهنګيا خلک وژل شوي دي او له شپږو لکو څخه زيات ګاونډي بنګله دېش ته کډه شوې دي.

د برما حکومت د وژل شوو روهنګيا مسلمانانو شمېر ۴۰۰ ښيي او پوځ يې وايي دا اکثره ترهګر وو. په برما کې دا پراخه تشدد په تېر اګست کې له هغې وروسته پېل شو چې د دې ملک پوځ او سيمه ييزو ملېشو په د بديستانو په اکثريتي راکېن ايالت د روهنګيال وسله والو تر بريد وروسته کاروايي پېل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG