د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين: امريکايي چارواکو سره د روس سازش دعوې بېځايه دي


د روس ولسمشر ويلاديمير پوتين نن په مسکو کې خپل کلني پريس کانفرنس کې وويل چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کارکوونکو او روسيې ترمنځ د سازش دعوې له ځانه جوړې شوي دي. نوموړي زياته کړه چې دا کار د ولسمشر ټرمپ مخالفينو د هغه قانوني حېثیت ته زيان رسولو لپاره کړی دی.

په دې خبري غونډه کې ۱۶۰۰ بهرني او روسي خبريالان موجود وو. په روس کې په ۲۰۱۸ کال کې په مارچ مياشت کې ټاکنې کيږي چې پوتين پکې کانديد دی او ننۍ خبري غونډه يې له ټولټاکنو مخکې خبريالانو سره آخري ناسته ده.

نوموړي وويل غواړي د روسانو ژوند بهتره کړي نو ځکه په راتلونکو ټاکنو کې اميدوار دی. پوتين له اتلسو کلونو څخه کله د ولسمشر او کله د وزيراعظم په توګه د روس حکومت چارې پرمخ بيولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG