د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي ګوندونه بیا یوځای شول


دا اعلان د چارشنبۍ ورځ په کراچۍ کې د پنځه مذهبي سیاسي ګوندونو یوې غونډې پس شوی دی.

خبري غونډې ته د جمعیت علمای پاکستان مشر شاه اوېس نوراني وینا وه چې د ۲۰۱۸ ټولټاکنو کې به متحده مجلس عمل برخه اخلي.

متحده مجلس عمل له ۲۰۰۲ ز کاله تر ۲۰۰۷ ز کاله په خیبر پښتونخوا کې حکومت کړی وو خو د مذهبي ګوندونو دغه ټلواله اله ماته شوه چې یوه زورور ګوند جمعیت علماء اسلام د ۲۰۰۸ ز کال په ټولټاکنو کې له خپلې مخې د برخې اخېستو اعلان وکړ خو د دغه اتحاد ځینو نورو ګوندونو د پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف په شتون کې له انتخاباتو شلون یا بایکاټ کړی وو.

هغه وویل چې د پینځه مذهبي سیاسي ګوندونو انتخابي نښه به کتاب وي.

شاه احمد نوراني په وینا چې په غونډه کې فیصله وشوه چې د وړاندیزونو (تجویزونو) پس به په ملکي کچه په یو میاشت کې تنظیم سازي کېږي او ورسره به د عهدیدارانو اعلان هم وشي.

''د متحده مجلس عمل په مکمل توګه د بحالولو فیصله شوې او د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې به د متحده مجلس عمل په استازیتوب په انتخاباتو کې برخه اخلي.''

شاه اوېس نوراني وویل چې د قبایلي سیمو معامله مهمه ده او په دې لړ کې به فیصله په خپلمنځي مفاهمت په راتلونکې غونډه کې کېږي.

په دې موقع د جمات اسلامي امیر سراج الحق وینا وه چې متحده مجلس عمل بحالول د وخت ضرورت دی.

''د خوشاله او اسلامي پاکستان لپاره موږ هغه خلک یوځای کوو، که هغه په انفرادي توګه وي او که د تنظیمونو، انجمنونو او که د ګوندونو په کچه وي، موږ د دوی لپاره ځای لرو او موږ غواړو چې متحده مجلس عمل یو داسې ګوند وي چې په هغې کې د پاکستان مجبوره، محرومه او مظلومه ولس ته سیوری، پناه او ځای ملاو شي.''

په دې غونډه کې جمعیت العلماء اسلام ف ډله، جماعت اسلامي، جمعیت العلماء پاکستان، تحریک جعفریه او جمعیت اهل حدیث مشرانو ګډون کړی وو.

تېره میاشت د مذهبي سیاسي ګوندونو مشرانو د متحده مجلس عمل د بحالولو فیصله کړې وه.

پاکستان: درې ورځې، درې سياسي اتحادونه

متحده مجلس عمل له ۲۰۰۲ ز کاله تر ۲۰۰۷ ز کاله په خیبر پښتونخوا کې حکومت کړی وو خو د مذهبي ګوندونو دغه ټلواله اله ماته شوه چې یوه زورور ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) د ۲۰۰۸ز کال په ټولټاکنو کې له خپلې مخې د برخې اخېستو اعلان وکړ خو د دغه اتحاد ځینو نورو ګوندونو د پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف په شتون کې له انتخاباتو شلون یا بایکاټ کړی وو.

د ۲۰۰۲ م کال په ټولټاکنو کې جمعیت علمای اسلام (س) ډله د متحده مجلس عمل برخه وه خو دې ګوند تېره میاشت له پاکستان تحریک انصاف سره اتحاد وکړ.

XS
SM
MD
LG