د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځېنو مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل د بحالولو اعلان وکړ


په پاکستان کې ځېنو مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل د بحالولو اعلان کړی دی.

دوی پر چارشنبې یا شورو په کراچۍ کې تر غونډې وروسته د پخواني اتحاد د بیا ژوندي کولو اعلان وکړ.

خبري غونډې ته د جمعیت علمای پاکستان مشر شاه اویس نوراني وویل چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنو کې به د متحده مجلس عمل په استازیتوب برخه اخلي او انتخابي نښه به یې کتاب وي.

ده دا هم وویل چې په غونډه کې پرېکړه شوې چې تر وړاندیزونو وروسته به پر ملکي کچ په یوه میاشت کې تنظیم سازي کوي او د عهدیدارانو اعلان به هم وشي.

په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي امیر سراج الحق او د ځېنو نورو مذهبي ګوندونو او ډلو مشرانو ګډون کړی.

تېره میاشت د شپږو مذهبي ګوندونو مشرانو د متحده مجلس عمل د بحالۍ فېصله کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG