د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: درې ورځې، درې سياسي اتحادونه


پراګ - په پاکستان کې نا څاپه په درو ورځو درې سياسي اتحادونه اعلان شول. د اتحاد لومړۍ اعلان د تېرې چارشنبې پر ورځ د پاک سرزمين پارټۍ او متحده قامي موومنټ مشرانو په کراچۍ کې د خبرې غونډه پر مهال وکړ چې بيا يو ساعت وروسته مات شو.

ورپسې يوه ورځ وروسته يانې د پنجشنبې پر ورځ د جمېعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې، جمېعت علما اسلام سميع الحق ډلې او د جماعت اسلامي مشرانو په ګډون شپږو ګوندونو، په لاهور کې د خبرې غونډې پر مهال د متحده مجلس عمل د بحالۍ اعلان وکړ.

بيا د جمعې پر ورځ د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال مشرف له دوبۍ څخه د ويډيو کانفرنس له لارې د ۲۳ ګوندونو اتحاد اعلان کړ.

ځېنې کارپوهان فکر کوي چې دا د پاکستاني اېسټیبلشمېنټ يوه هڅه ده چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې تر خپل اثر لاندې راولي او ځېنې بيا دا د ګوندونو له خوا د زياتو څوکيو د ګټلو یو کوشش ګڼي.

له دې وروسته په پاکستان کې د دغو اتحادونو په مختلف اړخونو تاوده بحثونه پیل شول.

ځېنې کارپوهان فکر کوي چې دا د پاکستاني اېسټیبلشمېنټ يوه هڅه ده چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې تر خپل اثر لاندې راولي او ځېنې بيا دا د ګوندونو له خوا د زياتو څوکيو د ګټلو یو کوشش ګڼي.

خو دا اتحادونه څومره بريالي او موثره کېدای شي؟

د سیاسي چارو پوه ضياء الدين درې واړه اتحادونو غيرموثره بولي.

د ده په وينا، متحده مجلس عمل چې کله په ۲۰۰۲ز کال کې په خېبر پښتونخوا کې واک ترلاسه کړ نو هېڅ کارکردګي يې و نه ښودله او بله دا چې د دې اتحاد په واکمنۍ کې وسله والې ډلې پياوړې شوې.

د ده په فکر که دا بيا بحاله شي نو د پخوا په شان موثره به نه وي.

د جنرال مشرف د ۲۳ ګونديزه اتحاد په اړه ضیاء الدين فکر کوي چې دا د هغه يوه هڅه ده چې ځان په خلکو کې وځلوي خو د ده په اند اتحاد به يې کامياب نه شي.

جنرال مشرف د ۲۳ سياسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی دی.
جنرال مشرف د ۲۳ سياسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی دی.

متحده مجلس عمل د ۲۰۰۲ز کال د انتخاباتو په نتيجه کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې حکومتونه جوړ کړي ول.

د جنرال مشرف ال پاکستان مسلم ليګ په ۲۰۱۳ز کال کې د قامي اسمبلۍ يوازې يوه څوکۍ ګټلې وه.

او دا شان پاک سرزمين نوی ګوند دی او متحده قامي موومنټ پاکستان بيا له خپل پخواني ګونده متحده قامي مومنټه جلا شوی دی.

هم دې ته په کتو، په اسلام اباد کې خبريال هارون رشيد وايي، د اتحادونو په جوړولو سره دغه ګوندونه خپل کمزوری سياسي حېثېت په انتخابي طاقت بدلول غواړي.

دی وايي، د بېلګې په توګه، په تېرو ضمني ټاکنو کې د مذهبي ګوندونو رايې کمې شوې وې نو که اوس دوی پر يوه انتخابي حلقه جلا، جلا کانديدان دروي نو شپږ کانديدان به دروي او په نتيجه کې به يې رايې و وېشل شي.

د ده په فکر، همدا وجه ده چې دغه ګوندونه غواړي خپل زوړ اتحاد راژوندی کړي او زياتې څوکۍ وګټي.

په تېرو ضمني ټاکنو کې د مذهبي ګوندونو رايې کمې شوې وې نو که اوس دوی پر يوه انتخابي حلقه جلا، جلا کانديدان دروي نو شپږ کانديدان به دروي او په نتيجه کې به يې رايې و وېشل شي.
هارون رشید

په دې اتحادونو کې د پاک سرزمين پارټۍ او متحده قامي موومنټ پاکستان اتحاد له جوړېدو سمدستي وروسته مات شو.

د سياسي چارو پوه زاهد حسين وايي چې يو پټ لاس هڅه کوي په خاصو ګوندونو راتلونکې انتخابات وګټي.

((ماته ښکاري چې په کراچۍ کې د سياسي اتحاد په زوره د جوړولو کوشش کېږي خو زما په فکر کاميابه به نه شي. تاسو وليدل چې د پاک سرزمين پارټۍ او متحده قامي موومنټ پاکستان ترمنځ اتحاد اعلان وشو خو وروسته بېرته مات شو. کله چې رايو ورکونکو ته هم احساس وشي چې د دې اتحاد شاته نور لاسونه دي نو بيا هغه اتحاد هومره رايې نه شي اخیستلای د څه لپاره چې جوړ کړل شوی وي.))

XS
SM
MD
LG