د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګه: پوځ دې په قبایلي اصلاحاتو کې رول ولوبوي


د قبايلي ځوانانو جرګې د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه غوښتي چې په فاټا اصلاحاتو عملي کولو کې دې خپل رول ولوبوي.

د دې جرګې یوه غړي شوکت عزيز مشال راډيو ته وويل چې د شورو پر ورځ په پېنډۍ کې د قبايلي سيمو له لسګونه ځوانانو سره په ملاقات کې د پوځ مشر وويل چې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا د ورګډولو پرېکړه يې کړې ده.

بلخوا د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په يوه بيان کې ويلي چې د پوځ مشر د شورو پر ورځ له قبايلي مشرانو او له ځوانانو سره په ملاقات کې ويلي چې د قبايلي سيمو په قامي بهير کې د شاملولو بشپړ ملاتړ کوي.

د قبایلي سیمو ځوانانو او مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي ګوندونه پر قبایلي اصلاحاتو سره وېشلي دي، ځينې وايي چې قبايلي سيمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې شي خو ځېنې نور وايي چې د فاټا اييني او انتظامي حیثيت تر بدلولو مخکې دې له ټول ولسه رایه واخیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG