د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پوځي عملیات پیلېږي


د افغانستان دفاع وزارت په نېږدې راتلونکې کې په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو پر وړاندې د پراخو عملیاتو خبر ورکوي.

د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پر چارشنبه مشال راډیو ته وویل چې په نورو شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، کندز او نورو سیمو کې یې له وړاندې عملیات پیل کړي دي.

نوموړي وويل چې اسلامي دولت یا داعش ډله یوازې د جوزجان په درزاب او قوش تېپې کې تحرکات لري خو هلته هم مرکزونه نه لري.

په وروستیو کې په زابل او روزګان کې هم د دې وسله والې ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

افغان حکومت د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې د دې ډلې پر وړاندې پراخ عملیات کړي دي چې په ترځ کې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو یو لوی مرکز د امریکا د تر ټول لوی بمي برید هدف وګرځېد او د راپورونو پر اساس لسګونه وسله وال پکي ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG