د لاسرسي ځای

تازه خبر

''افغان حکومت د خبریالانو په اړه د م.م د پرېکړه‌ لیک ملاتړ نه‎ دی کړی''


د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، افغان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه‌ لیک د مسودې ملاتړ نه‎ دی کړی چې له هېوادونو غواړي د خبریالانو په وړاندې د جرایمو معافیت باید ختم شي.

دغه مرکز پر چارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت د دې اقدام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ارټیکل ۱۹ نړیوال سازمان په یوه ګډ اقدام سره د روان کال په نومبر کې افغان حکومت ته یو سرخلاصی لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د خبریالانو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو د یادې مسودې ملاتړ وکړي.

اعلامیه کاږي، په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت دایمي استازی تر اوسه نه ‎دی حاضر شوی چې په دې اړه څه ووایي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېرو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل کار پر مهال وژل شوي یا ګواښل شوي، خو د دوی په وینا د ډېرو کسانو مقدمې نه دې ارزول شوي او عاملین یې بښل شوي دي.

افغان حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG