پاکستان د لږ تر لږه ۱۰ نړیوالو خیریه ادارو د تړلو امر کړی دی.
د پاکستان بشري ټولنې، چې د ۶۳ نړیوالو خیریه ډلو استازیتوب کوي، د چارشنبې یا شورو پر ورځ يې وويل چې لږ تر لږه ۱۰ خیریه ادارې ونه توانېدې چې د پاکستان د نوي قانون په چوکاټ کې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت تایید واخلي.
پاکستان د هغو ادارو لپاره چې له هېواده بهر ورته فنډونه یا پیسې ورځي لپاره قوانين سخت کړي دي.
په هغو ډلو کې چې ښایې له هېواده ووځي هغه خیریه اداره هم شامله ده چې د خيرښېګړې نړیوال کارکوونکی اربپتيجورج سوروسورته مرستې ورکوي.
اېکشن ایډ چې د ښځو د حقونو ملاتړه ټولنه ده ویلي یې دي چې ورته له پاکستانه د وتلو امر شوی.
د بې پولې ډاکترانو سازمان د نومبر پر نهمه ویلي ول چې دوی ته امر شوی چې په قبایلي سیمو کې خپل وروستی مرکز وتړي.
د پاکستان حکومت د دې ټولنو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.