د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ایران په منځني ختيځ کې خپل نفوذ پراخوي'


د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي، باید ایران او روسیه په شام کې د امنیت پرځایکولو لپاره له ملګرو ملتونو سره په شریکه کار وکړي.

د سېشنبې پر ورځ له فرانس ۲ ټېليويژن سره په یوه مرکه کې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو له دراین تور پوري کړ چې ایران له تهرانه د عراق ، شام او لبنان له لارې تر میډیټیرین سمندره د خپل پوځي او سیاسي نفوذ ډېرولو هڅې کوي.

ډېر عرب مشران وايي چې شام او عراق دواړو ته په خپلو پوځي سلاکارانو او وسله والو ورکولو سره ایران خپل زور ښايي او مرام يې د افغانستان له پولې څخه تر مډیټرانیې د خپل نفوذ یو لېندۍ (قوس) جوړول دي.

روانه اونۍ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له شامه د روسي ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ خو ایران تر اوسه داسې هېڅ اعلان نه دی کړی.

ایرانيو مشرانو ضد نیولی چې دوی به په شام او بل هر ځای خپل نفوذ او موجودګي پر ځای ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG