د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقبال خټک د بشري حقونو فرانسوۍ جايزه وګټله


اقبال خټک د ګټلې جايزې سره
اقبال خټک د ګټلې جايزې سره

د بشري حقونو ازادۍ لپاره د فرانسوي حکومت جايزه دا کال د نړۍ پنځوو ادارو ته ورکړل شوې ده. په دوی کې يو په پاکستان کې د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې اداره، فرېډم نيټورک، ده.

دا جايزه Human Rights Prize of the French Republic نومېږي چې دې ادارې ته د خبريالانو د خوندي ساتنې او د بيان ازادۍ په لړ کې کړو کوښښونو لپاره د دسمبر په دولسم تاريخ ورکړل شوه.

اقبال خټک په پېرس کې د دې جايزې تر ګټلو وروسته مشال راډيو ته وويل چې دوی د اتياوو خبريالانو ژوند ژغورلی دی. هغه زياته کړه چې په ټول پاکستان کې په عمومي ډول او قبايلي سيمو کې په ځانګړې ډول د خبريالانو ژوند ته ډېر خطر دی.

د اقبال خټک په وېنا وسله والې ډلې او امنيتي ادارې خبريالان خپل کار ته نه پريږدي خو دوی کوښښ کوي چې د حکومت او مدني ټولنو سره په شريک د کار په پايله کې يو داسې قانون جوړ شي چې د خبريالانو خلاف کار کوونکي خلکو ته سزا يقيني کړي.

د نومبر په يوویشتم تاريخ په اسلام اباد کې د فرېډم نيټورک له خوا يو نړيوال کنفرانس کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د خبريالانو د ساتنې لپاره لا هم کوم عملي ګامونه نه پورته کېږي او چې کوم اخستل شوي دي هغه يا خو خبريالانو په خپله اخيستي او يا د هغه غېرسرکاري سازمانونو له خوا اخستل کېږي.

په دې غونډه کې له بلوچستانه راغلی خبريال سيدعلي شاه ويلي وو چې په تېرو اتو کلونو کې په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې تر دېرشو يورې خبريالان وژل شوي دي. د هغه په وينا د بلوچستان ابادي ډېره کمه ده او هلته د ۳۰ خبريالانو وژنه ډېره لويه خبره ده خو د اندېښنې ځای دا دی چې پر دې څوک خبره نه کوي ځکه چې هلته حالات سم نه دي.

XS
SM
MD
LG