د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر خبريالانو په بریدونو کې ککړ ډېری کسان نه نيول کېږي'


په نړۍ کې هرکال دوهم نومبر پر خبريالانو په بریدونو کې ښکېلو کسانو د نه نیولو دود ختمولو ورځې په توګه لمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور څانګه 'یونیسکو' له ۲۰۱۳م کال راهیسې دا ورځ لمانځي چې موخه یې پر غړیو هېوادونو خبريالانو ته د تحفظ ورکولو زور راوړل دی او هغه تورن او ګرم له قانون سره سم سزا کول دي چې پر خبريالانو په بریدونو کې ککړ وي.

په پاکستان کې خبريالان په دې ورځ بېلا بېلې غونډې کوي او له حکومته بيا بيا غوښتنه کوي چې په دې اړه قانون سازي وکړي.

په پاکستان کې د خبريالانو د تحفظ لپاره کارکوونکي سازمان فريډم نېټورک ترمخه روان کال شپږ خبريالان وژل شوي دي خو يو ملزم ته هم د قانون په راڼا کې سزا نه ده ورکړل شوې.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې د خبريالانو د وژنې او تشدد پېښو کې زياتوالی راغلی. تېره مياشت د صوابۍ خبریالهارون خان او تر هغه وړاندې په هريپور سيمه کې خبریال بخشش الاهي وژل شوی وو. د دې ترڅنګ د تېرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د انګرېزۍ ورځپاڼې پر يوه خبريال احمد نوراني باندې نامعلومه کسانو حمله کړې وه او هغه يې ژوبل کړی وو.

د کوټې وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره مرستې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:43 0:00

د فريډم نېټورک يو مشر اقبال خټک وايي چې روان کال شپږ خبريالان وژل شوي او تر شلو زياتو باندې تشدد يا حملې شوي دي او د دوی د ادارې د يو راپور ترمخه يو تن ته هم د قانون له لارې انصاف نه دی ورکړل شوی، کوم چې هغه قوتونو ته نور توان ورکوي څوک چې خبريالان خاموشه کول غواړي.

"په تېرو څلورو مياشتو کې يواځې په پنجاب او اسلام اباد کې پر خبريالانو د حملو شمېره ۲۵ ده. د دې مطلب دا شو چې هره مياشت څلور خبريالان په نخښه کړل شوي دي، دا د اندېښنې وړ خبره ځکه ده چې که دغه خلکو ته سزا نه ورکول کېږي نو د دوی طاقت نور هم زياتېږي او په خبريالانو کې ويره نوره هم خورېږي."

د اقبال خټک په وينا چې دا ويره به خبريالان په دې مجبوره کړي چې د خپلځان بچکولو لپاره هغه خبرونه کله هم خپاره نه کړي او ریښتيا و نه وايي له کومه چې هغوی ته خطر محسوسېږي او داسې به هغوی کله هم پوره ریښتيا و نه وايي.

په پېښور او قبايلي سيمو کې هم وخت پر وخت په خبريالانو حملې او تشدد کېږي.

'حکومتونه دې خبریالانو ته تحفظ ورکړي'

د پېښور د خبريالانو د سازمان خېبريونين آف جرنلسټس مشر سېف الاسلام سېفي وايي چې د ترهه ګرۍ پرضد روانې جګړې که څه هم د سيمې حالاتو ته تر ډېره حده امن ورکړی خو د خبريالانو پرضد روانې حملې يا وژنې لا هم روانې دي. د نوموړي په وينا د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په تېرو وختونو کې يا اوس هم د دغه پېښو ملزمان زياتره ښکاره نه وي او نه د ادارو له خوا هغه رنګ پلټنې کېږي، چې پکار وي.

"په ټول ملک کې له ۱۰۰ زيات خبريالان د خپل کار په وخت په نخښه کړل شوي دي خو له بده مرغه د پلټنو عمل کومې نتيجې ته نه دی رسېدلی. د دوه يا درو خبريالانو ملزمان معلوم شوي دي خو د زياترو حملو ملزمان نه معلومېږي. د دې وجه دا ده چې د ملزمانو نوعيت مختلف وي، کله انفرادي وي او کله زورور خلک، بله خبره دا ده چې د حکومتي ادارو له خوا هم هغه سنجيدګي نه ښکاري کومه چې پکار ده."

د ملګرو ملتونو د يو راپور ترمخه په تېرو ۱۱ کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۹۰۰ خبريالان وژل شوي دي او په دغه کې په لسو کې يواځې يو ملزم مخې ته راغلی دی، د نورو پېښو ملزمان نه دي په ډاګه شوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت پر خبریال احمد نوراني برید غندلی

بل اړخ ته د خبريالانو د حقونو نړيوالې ادارې ورلډ پرېس فريډم ۲۰۱۷م کال د راپور تر مخه د خبريالانو لپاره ګرځول شوي خطرناکو ملکونو کې پاکستان په ۱۳۹ نمبر دی. هم دا راز د بېلا بېلو راپورونو ترمخه په پاکستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۱۷ خبريالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG