د لاسرسي ځای

په اسلام اباد کې د نهې په ورځ د خبريالانو غېرسرکاري سازمان د سېوري لاندې يو نړيوال کنفرانس کې ويل شوي چې په هېواد کې د خبريالانو د ساتنې لپاره لا هم کوم عملي ګامونه نه پورته کېږي او چې کوم اخستل شوي دي هغه يا خو خبريالانو په خپله اخستي او يا د هغه غېرسرکاري سازمانونو له خوا اخستل کېږي چې پر دې څېړنه کوي.

په دې غونډه کې د خبريالانو په اړه يو نړيوال راپور هم وړاندې کړی شو چې پکې په پاکستان کې خبريالانو ته راپېښو ستونزو په اړه هم ليکل شوي وو.

د دې غونډې د راجوړوونکي سازمان فريډم نېټورک يو مشر اقبال خټک د دې دستورې په اړه مشال رېډيو ته وويل چې په شاوخوا پينځلسو کلونو کې په پاکستان کې لږ تر لږه سل خبريالان وژل شوي دي خو که غېرسرکاري سازمانونو په دې اړه د خبريالانو سره مرسته نه وې کړې نو دا شمېره نوره هم زياتېدې شوه.

د نوموړي په وينا چې نن سبا په پاکستان کې په ليکلو او په وينا چې خبريالان له کومو ستونزو سره مخ دي هغه ډېر د تشويش وړ دي.

"په دې وخت کې که حکومت، ولس، خبريالانو او د مطبوعاتو ادارو ګامونه پورته نه کړل نو خدای دې نه کړي چې داسې وخت به هم راشي چې دلته به تورې تيارې وي، نه به څوک اورېدی شي، نه به څوک غږېدی شي او نه به څوک څه کتلی شي"

د اقبال خټک په وينا چې د صحافتي ادارو چارواکو د خپل کارکوونکي لپاره هغه ګامونه نه دي اخستي کوم په نړيوال کچ دې غېرسرکاري سازمانونو پورته کړي.

په دې غونډه کې له بلوچستانه راغلی خبريال سيدعلي شاه وايي چې په هغه صوبه کې خبريالان په خپله د خبرونو ټاکنه په داسې جوړ کوي چې ورته د بېلا بېلو خلکو له خوا کومه ستونزه رامخې ته نه شي هم دا وجه ده چې نن له بلوچستانه پورته او کره خبرونه نه خپرېږي.

سيدعلي شاه وايي چې په تېرو اووه اته کلونو کې دېرش پورې خبريالان وژل شوي دي په کوم کې چې هدفي وژنې او ورسره په يوه چاودنه پسې سمدستي بله چاودنه د دې مرګونو لامل جوړ شوي دي.

د سيدعلي شاه په وينا چې د بلوچستان ابادي ډېره کمه ده او هلته د ۳۰ خبريالانو وژنه ډېره لويه خبره ده خو د فکر وړ خبره دا ده چې پر دې څوک خبره نه کوي ځکه چې هلته حالات سم نه دي.

"هلته ډېر لاملونه دي او هم د دې له وجې هلته ازاد صحافت نشته، څوک رښتيا نه شي ويلی او که څوک رښتيا ووايي نو لوی قيمت به يې ادا کوي"

په دې وروستو کې مرکزي حکومت د خبريالانو د ساتنې لپاره يو قانون هم جوړوي خو په دې غونډه کې په دغه قانون ډېرې نيوکې وشوې.

اقبال خټک د دې قانون په اړه وايي چې په دې کې هغه نظام نه دی واضحه شوی چې څنګه به د خبريالانو تحفظ يقيني کوي او دا قانون په خپله خبريالانو هم نه دی منلی ځکه چې په دې کې بنيادي خامۍ دي.

په دې دستوره کې له مرکزي حکومته دا غوښتنه هم وشوه چې د کوم قانون جوړولو نه وړاندې د خبريالانو د سازمانونو او د دوي د تحفظ لپاره کارکوونکو سره هم صلاح مشوره وشي.

په دې دستوره کې د حکومت کوم غړی موجود نه وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG