د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: امریکا باید د کډوالو نظام ته په جدي توګه پام وکړي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، په نیویارک کې د بسونو تمځای کې د یوه بنګله دیشي کډوال برید دا څرګندوي چې کانګرېس ته د امریکا کډوالۍ نظام کې د اصلاحاتو کولو په سمدستي توګه ضرورت دی.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، امریکا باید د خپلې کډوالۍ نرم نظام ورغوي ځکه چې په دغه نظام کې زیات خطرناکه کسان چې سمه څېړنه یې نه وي شوې، امریکا ته داخلیږي.

په مینهټن سیمه کې د دوشنبې پر ورځ مشکوکه بریدګر عقایدالله پر خپل ځان د باروتو تاو کړي نل ته چاودنه ورکړه چې په نتيجه کې يې درې کسان ژوبل شول.

۲۷ کلن عقایدالله د سوځېدو له وجي سخت ژوبل شوی دی.

د نیویارک پولیسو ویلي، د عقاید الله په تېرو وختونو کې د جرمونو په اړه هېڅ خبر نه شته او داسې ښکاري چې په ۲۰۱۱م کال کې امریکا ته د راتللو وروسته داعش وسله والې ډلې هغه هڅولی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG