د خېبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکي وايي، په روانه میاشت کې په ټوله اېجنسۍ کې نهه میډیکل کیمپونه لګوي چې اته ورځې به دوام ولري.
د صحت محکمې یو چارواکي محمد الله د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې یوازې په باړه کې به څلور طبي کمیپونه جوړوي.
نوموړي دا خبره له هغه وروسته وکړه چې د سېشنبې پر ورځ د خېبر ایجنسۍ ځېنو اوسیدونکو مشال راډيو ته وویل چې دوی ته دې د علاج لپاره د موبایل روغتونونو اسانتیاوې ورکړل شي او هلته دې میډیکل کیمپونه ولګول شي.