د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ترکیې ته ځي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به سبا د ترکيې په استنبول ښار کې د بیت المقدس په اړه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي.

په دې غونډه کې به د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراييل د پلازمينې په حېث د پېژندلو له پرېکړې وروسته د راپورته شویو حالاتو په اړه خبرې کېږي.

بلخوا د پاکستان سېنېټ د دوشبنې پر ورځ په ګډه هغه قراداد منظور کړ چې پکې د ټرمپ د پرېکړې په سختو ټکو کې غندنه شوې ده.

د سېنېټ غړیو له امریکا غوښتي چې په سیمه او نورو هېوادونو کې دې د تاوتریخوالي د مخنیوی لپاره د بیت المقدس پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

د سینټ غړیو ویلي چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکايي سفارتخانې منتقل کولو ګام د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له قراداد او له نړیوالو اصولونو سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG