د افغانستان اجرائیه رئیس په کابل کې د یوې کورنۍ د ۱۰ غړو د وژل کېدو په تړاو د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې رسنیو ته په دې اړه وویل:
"د پېښې په تړاو درې تورن کسان نیول شوي دي او موږ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست د جدي پلټنو غوښتونکي یو، ځکه دغه جنایت ټولو خلکو ته ټکان ورکړی."
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د ۵۰۰ فامیلیو په سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل شول او دوه ټپيان دي.
دا لومړی ځل نهدی چې په کابل کې دا ډول پېښه رامنځه کېږي.
له دې څه موده وړاندې د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د پایکوب نصوار په سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان په ورته پېښه کې وژل شوي وو.