قطر د «۲۴ تایفون» جنګي الوتکو د پېرلو لپاره د الوتکو د تولید له بریتانوۍ بي اې اي "BAE" سیستم کمپنۍ سره یوه معامله لاسلیک کړه.
دا د اروپا د دفاعي وسلو او تجهیزاتو د تولید له کمپنیو سره د ۸ ميلیارده ډالرو د لویې معاملې یوه برخه ده.
دغه تړون پرون یکشنبه په داسې حال کې د بریتانیا دفاع وزیر اعلان کړه چې قطر تر اوسه د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو له ائتلاف سره په سیاسي لانجه کې دی.
د وسلو په دغې معامله کې د دوه ډوله توغندیو او په بریتانیا کې تولیدېدونکي د لارښودونکو بمونو پلورل هم شامل دي.
د قطر وسلهوالو ځواکونو وویل چې د بریتانیا او قطر وزیرانو دغهراز د دواړو هېوادونو د هوایي ځواکونو د یوې ګډې عملیاتي قطعې د جوړولو چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام امنیتي چارې سمبالوي، یوه موافقه لاسلیک کړه.
قطر د سپټمبر په ۷مه هم د ۱۲ فرانسوي «ډاسولت» جنګي الوتکو د پېرلو لپاره د څو ميلیارده ډالرو معامله کړې وه.