د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي.
جانسن هڅې کوي چې هلته بندي ایرانۍ – برتانیوۍ ښځه خلاصه کړي.
بي بي سي ویلي، جانسن او روحاني په خپلو خبرو کې د نازنین زاغري – ریټکلېف له موضوع سره پر نورو چارو هم ((سپینې)) خبرې وکړي چې پکې دواړه خواوې پر پرمختګ کولو سلا شوې.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې یا خالي پر ورځ تهران ته ولاړ او هلته یې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د زاغري پر خوشې کولو خبرې وکړې.
زاغري چې د ایران حکومت د ړنګولو پلانونو کې د ښکېلتیا په تور له وړاندې پنځه کاله بند سزا تېروي اوس د ایراني حکومت پر ضد د پروپيګنډې له نویو تورونو سره مخامخ ده چې که ورباندې زبات شي، کېدای شي د هغې د بند پر مودې ۱۶ کاله وراضافه کړي.