د لاسرسي ځای

په بغداد کې اسلامي دولت ډلې ته تر ماتې وروسته پرېډ شوی


د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بغداد کې عراقي ځواکونو د داعش پر ضد بریا نمانځلو په ترڅ کې پریډیونه وکړل.

عراقي حکومت د داعش وسله والې ډلې پر ضد په جګړه کې برید اعلان کړی.

وزیراعظم حیدرالعبادي د خالي پر ورځ وویل، تر درې کلنې جګړې وروسته یې د هېواد ټولې سیمې تر خپل واک لاندې راوستې دي او ((عراق په بشپړه توګه ازاد)) شوی دی.

عبادي وویل، دښمنانو یې ((غوښتل چې تهذیب ختم کړي خو په یووالي او هوډ یې کامیابي تر لاسه کړې.))

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق او شام یو شمېر سیمې ونیولې چې پر ضد یې عراقي حکومت او د امریکا په مشرۍ اېتلاف عملیات پیل کړل. واشنګټن د عراقي وزیراعظم د اعلان هرکلی کړی.

XS
SM
MD
LG