د لاسرسي ځای

تازه خبر

عربي ټولنې د بیت المقدس په اړه اعلان غندلی، مظاهرې روانې دي


د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته په فلسطین او نورو ځایونو کې مظاهرې دوام لري
د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته په فلسطین او نورو ځایونو کې مظاهرې دوام لري

پراګ - د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې فیصله غندلې ده.

دې وزیرانو په مصر کې تر بیړنۍ غونډې وروسته د یکشنبې یا اتوار پر سهار وختي په بیان کې ویلي، دا فیصله قانوني حیثیت نه لري او د بیت المقدس پر مسلې د عربي ټولنې د سرمشریزې کولو غږ یې کړی.

امکان دی چې دا سرمشریزه په اردن کې وشي.

د ډېسېمبر پر شپږمه، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي توګه بیت المقدس، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژند او ژمنه یې وکړه چې خپل سفارت به له تل ابیبه هغه ښار ته انتقال کړي. خو شنونکي وايي، د انتقال چارې ښايي تر څلور کلونو پورې وخت ونیسي.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې یو پرېکړه لیک هم منظور کړ چې پکې ویل شوي، د امریکا پلان د ((نړیوال قانونه جدي سرغړونه)) ده.

محمود عباس پر ولس د مظاهرو د دوام غږ کړی
محمود عباس پر ولس د مظاهرو د دوام غږ کړی

د بیت المقدس ښار حیثیت د فلسطین او اسراییلو په شخړه کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته په پاکستان، اردن، فلسطین او ځېنو نورو هېوادونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د لبنان په پلازمېنه کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو نښتې شوې دي.

مظاهره کوونکي د بیت المقدس په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اعلان وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بیروت کې د امریکا سفارت مخې ته ورغلي ول.

لبنانیو پولیسو تر هغې وروسته پر مظاهرچیانو اوښکې بهوونکی ګیس او اوبه وپاشلې چې هغوی کاڼي وورول او شیان یې وویشتل. احتجاج کوونکو اور هم بل کړی وو.

په لبنان کې لاکونه فلسطیني کډوال اوسي.

د ډېسېمبر له اوومې راهیسې په غربي څنډه او د غزې په تړانګه کې احتجاجونه روان دي.

هلته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د بیت المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته ویلي دي چې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره نه ویني.

ټاکل شوې چې پېنس د ډېسېمبر تر ۲۵مې مخکې اسراییلو ته ورشي.

عباس پر فلسطینیو وګړو غږ کړی دی چې د یکشنبې پر ورځ هم خپلو مظاهرو او احتجاج ته دوام ورکړي.

د محمود عباس سلاکار مجدي الخالدي د خالي (شنبې) پر ورځ وویل، امریکا د بیت المقدس په اړه له پرېکړې کولو سره له ((ټولو سرو کرښو)) تېره شوې.

د محمود عباس ګوند یوه لوړپوړي مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، مایک پېنس ته په فلسطین کې هرکلی نه وايي.

بیت المقدس د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو لپاره یو ډول سپېڅلی حیثیت لري.

د ډېسېمبر پر نهمه د مصر د قبطي کلیسا مشر تواضروس دویم هم په یوه بیان کې ویلي چې د بیت المقدس په اړه د پرېکړې په احتجاج به له مرستیال امریکايي ولسمشر سره و نه ویني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG