د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیت‌المقدس د اسراییلو پلازمېنه ده. ډونلډ ټرمپ


ډونالد ټرمپ د چارشنبې په ماښام په یوه تاریخي وینا کې له سیمه‌ییزو او نړیوالو مخالفتونو سره سره په اسراییلو کې د امریکا سفارت له تل‌ابیبه بیت‌المقدس ته د لېږدولو اعلان وکړ.

ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ د دې اعلان په ترڅ کې وویل:

"د امریکا کانګرس په ۱۹۹۵ کال کې یوه منصوبه درلوده او له فېډرالي دولت‌ یې غوښتي ول چې بیت‌المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. اوس چې له هغه وخته ۲۰ کاله تېرېږي، د امریکا ټولو ولسمشرانو د امریکا د سفارت انتقال او د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل ځنډولي ول."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"اوس د دې وخت رارسېدلی چې په رسمي ډول بیت‌المقدس د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړو او زه نن دا خبره اعلانوم."

د امریکا ولسمشر وویل د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته‌ یې سپارښتنه کړې چې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد چارې پیل شي.

بیت‌المقدس
بیت‌المقدس

ولسمشر ټرمپ په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې بهیر به ادامه لري او د دواړو لورو ترمنځ به د سیاسي روغې جوړې هڅې کېږي.

ډونالد ټرمپ سعودي عرب کې له عرب مشرانو سره خپلې لیدنې ته په اشاره وویل چې د دې سیمې خلک د سولې مستحق دي.

دی وایې د ولسمشر مرستیال مایک پنس به په راتلونکیو ورځو کې سیمې ته ولاړ شي چې د سولې بهیر پرمخ پسې یوسي.

ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته چې مرستیال مایک پنس یې هم ورسره وو د امریکا سفارت له تل‌ابیبه و بیت‌المقدس ته د لېږدولو حکم لاسلیک کړ.

تر دې وروسته د اسراییلو وزیر اعظم بینیامین نتن یاهو دا یوه تاریخي ورځ وګڼله او ویې‌ویل چې دا د سولې پر لور د واشنګټن یو مهم ګام دی.

بل‌خوا د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم ویلي چې ډېر ژر به د ولسمشر ټرمپ دغې وینا ته غبرګون وښیي.

د بیت‌المقدس په اړه د امریکا په سیاست کې دا بدلون داسې مهال راځي چې نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې د همدې احتمال په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG