په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې بهیر ته ژمن دی.
نیکي هيلي دا څرګندونې له هغه وروسته د ملګرو ملتونو اممنيتي شوراته وکړې چې د اسرایل د سر ښار په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه د امریکا د ولسمشر په فېصله پراخې نیوکې وشوې.
په همدې حال کې د جمعې پر ورځ د غزې په لویدیځه څنډه او ختیځ بیت المقدس کې زرګونو فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ د پریکړې پرضد له غصې ډک لاریونونه وکړل.
خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري ټینګار وکړ چې واشنګټن هم له اسرایل او هم له فسلطینیانو سره ولاړ دی.
یو شمیر اسلامي او عربي هېوادونو او د امریکا اروپايې اتحادیانو د ډونلډ ټرمپ لخوا د اسرایل د دار لخلافې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه رد عمل ښودلی دی.