د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې خلک پر انټرنیټ خپل شکایتونه ثبتولای شي'


د بلجیم د بشري حقونو خپلواک سازمان وايي په افغانستان کې د بشر له حقونو څخه د سرغړونو په اړه اسناد او شواهد برابروي.

د دې سازمان مشر عنایت رسولي د جمعې پر ورځ وویل، دوی یو کمپاین پیلوي چې د افغانستان خلک وکړای شي د بشر له حقونو څخه د سرغړونو په باب له دوی سره خپل شکایتونه ثبتکړي.

نومړوی وايي،موږ د راتلونکې کال لپاره پلان لرو چې یو کمپاین پیل کړو چې د افغانستان خلک وکړای شي په ان لاین طریقه خپل شکایتونه ثبت کړي.

ده وویل،که چیرته دوی نه شي کولای یا زړه نه کوي چې په نړیوالو بنسټونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي، قربانیان په خپله کولی شي شکایت ثبت کړي څو موږ وکړای شوو چې یو شمیر جنګي مجرمان عدالت ته راکش کړو.

رسولي زیاته کړه په دې برخه کې دوی د اروپايې ټولنې د بشر د حقونو له دفتره ، د بخښنې له نړیوال سازمان او په هيګ کې د نړیوالو جنګي جرمونو له څیړونکي څارنوال سره همکاري لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG