د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امنيت شورا پر بیت المقدس غونډه رابللې'


اسراییل: د ډونالډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه تسلیمولو پس د بیت المقدس زاړه ښار پر دمشق وره د راوتلي لاریون پرمهال یو فلسطینی کس له اسراییلي پولیس سرتېري سره خوله وهي. ۷م ډسمبر ۲۰۱۷
اسراییل: د ډونالډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه تسلیمولو پس د بیت المقدس زاړه ښار پر دمشق وره د راوتلي لاریون پرمهال یو فلسطینی کس له اسراییلي پولیس سرتېري سره خوله وهي. ۷م ډسمبر ۲۰۱۷

فلسطینیو ډلو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري، د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندنې پرېکړې په غبرګون نن د (غوسې ورځ) لمانځلو غږ کړی دی.

اسلامپالې ډلې پر فلسطينيانو ټينګار کړی چې د سولې هڅې پرېږدي او او د ټرمپ د اقدام پرضد نوی پاڅون يا انتفاده پيل کړي.

رپورټونه وايي، د امریکايي ولسمشر د چارشنبې ورځې تر بیان وروسته پرون په نيول شوې غربي څنډه او د غزې په تړانګه کې له ۳۰ زیات فلسطینيان له اسراییلي پوځ سره په نښتو کې ژوبل شوي دي.

د منځني ختیځ په اړه د امریکا د اوږدمهالې پالیسۍ تر بدلون وروسته، پرون پنجشنبه په پاکستان، اردن، تیونس او نورو ځایونو کې هم مظاهرې شوې دي.

رپورټونه وايي، ځېنو مظاهره چیانو پر اسراییلي سرتېرو کاڼي واورول او د امریکا ضد نارې یې ووهلې.

د بیت المقدس په اړه اعلان د بهرنۍ پالیسۍ تېروتنه ده: شادي شناعه

اسراييلي پوځ ويلي، د دوی يو ټانک او الوتکي په غزه تړانګه کې تر هغه وروسته ‘د ترهګرو دوې پوستې’ په نخښه کړې چې پر اسراييلو يې توغندي توغولي ول.

پوځ زياتوي، یو توغندی د اسرايیل په لوېديځ کې راپریوت او بل یو هدف ته ونه رسېد. په غزه کې يوې وسله والې ډلې د توغنديو بريدونو مسوليت پر غاړه واخيست. اسراییلي پوځ غربي څنډې ته د نورو سرتېرو د استولو خبر ورکړی.

الاقصا جومات چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله ګڼي د نړۍ د مسلمانانو لپاره درېم مهم جومات دی او د لمانځه لپاره زرګونه کسان پکې راټولېږي.

بیت المقدس ته د اسرايیلو د پلازمېنې حیثیت ورکول په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو کلونو په دریځ کې بدلون راوست.

پر بیت‎المقدس د ټرمپ پرېکړې جهاني غبرګونونه راپارولي

له جرمني، سعودي عرب او بریتانیا نیولې تر اروپايي ټولنې پورې د امریکا ملګرو هېوادونو د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې غندنه کړې او ویلي یې دي چې له دې سره به په سیمه کې د سولې خبرې لا مشکلې شي. سعودي ويلي چې د ټرمپ پرېکړه غېر مسولانه وه او دا به د سولې پروسې پرمختګ زښت زيات پر شا وتمبوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اتو غړو هېوادونو چې د بريتانيې، فرانس، مصر، اټلي او سويډن په ګډون زياتره يې د امريکا ايتلافيان دي، نن (جمعه) د يوې بېړنۍ غونډۍ غږ کړی چې پر دې موضوع بحث وکړي.

بيت المقدس ښار ولې لانجمن دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG