د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د افغانستان په اړه د امریکا پر ستراتیژۍ انتقاد کړی


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د افغانستان په اړه د امریکا پر ستراتیژۍ انتقاد کړی دی.

نوموړي تېر مازیګر په ویانا کې له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، د دې ستراتیژۍ بنسټ د زور پر کارولو ولاړ دی.

البته لاوروف هیله وښوده چې د افغانستان په اړه به روسیه او امریکا خپلو رابطو ته دوام ورکړي.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اګست کې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پکې د پر پاکستان د فشار د زیاتولو او د افغان جګړې د ولاړ حالت د ماتولو تر څنګ هلته مېشتو امریکايي قومندانانو ته زیات واک ورکړل شوی دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قومندان جان نېکولسن تېره اوونۍ ویلي ول چې د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته یې په هغه هېواد کې هوايي بریدونه زیات کړي دي.

امریکا تېره میاشت افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي سرتېري هم واستول او د ناټو غړو او ملګرو هېوادونو هم هلته د نورو سرتېرو د استولو ژمنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG